د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د قبایلي سیمو له سوداګرو او د سوداګرۍ خونې له استازو سره یې کتلي او په پاکستان او افغانستان کې یې د ترهګرۍ له امله د خلکو پر سوداګرۍ د اغېزو په اړه خبرې کړې دي.
محمد صادق د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۱مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د قبایلي ولسوالیو د سوداګرو او د سرحدي سوداګرۍ د شورا د مشر په ګډون یې د خېبر، شمالي وزیرستان او کورمې د سوداګرۍ د خونو له استازو سره کتلي او په دې کتنه کې یې د پاکستان ـ افغانستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې پر سر د ترهګرۍ له امله د خلکو پر معیشت او سوداګرۍ د اغېزو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي پر داسې مهال د یاد هېواد د قبایلي سیمو له سوداګرو سره کتلي، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستۍ شخړې او مذاکراتو له ناکامه کېدو وروسته د نږدې دوو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ تړلې دي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندېدو له امله د دواړو هېوادونو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

