اروپايي ټولنې په روغتیایي برخو کې د افغان ښځو د زده‌کړو پر ملاتړ ټینګار کړی

۵ ورځې مخکې

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړۍوالې ورځې په مناسبت د پیل شوي کمپاین پر دوام، په روغتیایي برخو کې د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو پر ملاتړ ټینګار کړی.

دغه پلاوي دا هم ویلي، چې دوی په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د چمتو کولو ملاتړ کوي؛ ترڅو ښځې، نجونې او مېندې حیاتي پاملرنه ترلاسه کړي. د اروپايي ټولنې پلاوي د سې‌شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي، چې د «تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره اقدام» کمپاین د ټولو لپاره د خوندي او لاسرسي وړ روغتیایي خدمتونو ډاډمنولو لپاره خورا مهم دی.

نور خبرونه

رادیو