تېره ورځ تر ۳زره ډېر کډوال له ایران او پاکستان نه ستانه کړای شوي

۵ ورځې مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۱مه) خبر ورکړی، د دوشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۵۸۰ کورنۍ چې ټولټال ۳۱۶۴ کسان کېږي؛ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې ۴۲۹ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۸۵ کورنۍ د تورخم، ۱۵ کورنۍ د بهرامچې، ۲۴ کورنۍ د اسلام‌کلا او ۲۷ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې ستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي، چې ستنو شویو کډوالو ته اړین خدمات برابر شوي دي. د راپور د معلوماتو له مخې؛ دغه راستنو شویو کډوالو ته د یاد کمېسیون له‌خوا شاوخوا ۶ مېلیونه او ۲۶۴زره افغانۍ مالي مرسته هم شوې ده.

یاده دې وي، چې په دې ورستیو کې د افغانستان دوه ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان د افغان کډوالو جبري اېستنې لړۍ چټکه کړې. په دغه دواړو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلنده هم شکایت کوي او وایي، چې غیرانساني چلند ورسره کېږي.

نور خبرونه

رادیو