پخوانی افغان سرتېری رحمان‌الله لکڼوال د امریکا د ملي ګارډ د یوې سرتېرې په وژنه تورن شو

۴ ورځې مخکې

پخوانی افغان سرتېری رحمان‌الله لکڼوال د سې شنبې په ورځ د روغتون له بستر څخه د ویډیو له لارې د محکمې لومړۍ غونډې ته حاضر شو او په رسمي ډول د سارا بکسټروم په وژنه او څو نورو تورونو تورن شو. لکڼوال د خپل دولتي وکیل له لارې په محکمه کې پر هغه لګېدلي تورونه ونه منل.

د غونډې په یوه شېبه کې لکڼوال په پښتو خبرې وکړې او د ژباړن له لارې یې وویل: «زه نشم کولی خپلې سترګې خلاصې کړم، غوږ مې درد کوي.»

د محکمې قاضي حکم وکړ، چې ۲۹ کلن لکڼوال دې له ضمانت پرته تر نورو پلټنو پورې په بند کې پاتې شي.

څارنوالانو په خپله ادعانامه کې ویلي، لکڼوال چې د افغانستان تابعیت لري، د امریکا پلازمېنې ته په تګ سره یې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) سپینې ماڼۍ ته څېرمه د ملي ګارډ پر سرتېرو ډزې وکړې.

په دې پېښه کې دوه سرتېري ټپیان شول، چې د ملي ګارډ یوه سرتېرې له ټپې کېدو یوه ورځ وروسته مړه شوه او بل غړی لا هم په کوما کې دی.

د تازه معلوماتو له مخې، مېرمن بکسټروم د سر په شا برخه کې وېشتل شوې او کله چې لکڼوال هڅه کوله خپله وسله له ډزو وروسته بېرته ډکه کړي، نو هدف وګرځول شو.

د پېښې پر مهال د لوېدیځې ویرجینیا د ملي ګارډ یو پوځي افسر پر لکڼوال ډزې وکړې او وروسته د امریکا د پټ څاري خدمتونو یو افسر هغه بې وسلې کړ.

د څارنوالۍ د تورونو له مخې، لکڼوال له څلورو جنایي تورونو سره مخ دی: د عمدي قتل یو تور، د وژلو په نیت د دوو بریدونو تورونه او همدارنګه د یوې تاوتریخوالې ډکې پېښې په ترڅ کې د وسلې د لرلو یوه قضیه.

د راپورونو له مخې، لکڼوال د ۲۰ کلنې سارا بکسټروم او ۲۴ کلن اندرو ولف په لور د ډزو پر مهال د «الله اکبر» نارې وهلې. لا هم د هغه د برید اصلي انګېزه په رسمي ډول نه ده څرګنده شوې.

نور خبرونه

رادیو