په کابل کې د ترکیې سفیر د طالبانو د اقتصاد له وزیر سره د خپلې مخه ښې لیدنې پر مهال د افغان زلزلهځپلو لپاره د زرو ټنو بشري مرستو ژمنه وکړه. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو د پراخېدو او د بشري مرستو د دوام په اړه هم بحث کړی دی.
د طالبانو د اقتصاد وزارت د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی وزیر دین محمد حنیف په کابل کې د ترکیې له سفیر جینګ اونال سره په لیدنه کې د هغه هڅې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا کې ګټورې وبللې.
طالبانو د اونال له قوله لیکلي: «د ترکیې حکومت به له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»
نوموړي اوسمهال د ترکیې او افغانستان د سوداګرۍ، ټرانزيټ، عامه پروژو او بشري مرستو کې پرمختګونه ښه وګڼل.
جینګ اونال د افغانستان د زلزلهځپلو سره د زرو ټنو بشري مرستو ژمنه هم وکړه او زیاته یې کړه: «زه د ترکیې د هېواد د زر ټنو بشري مرستو د لېږلو ژمنه کوم، چې د هېواد د وروستۍ زلزلهځپلو لپاره به واستول شي.»
نوموړي د ستانه شویو افغان کډوالو د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه هم وکړه.

