د طالبانو د امربالمعروف وزارت: په لوګر ولایت کې ۱۴ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورل شوې

۵ ورځې مخکې

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو دوو اونیو کې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې ۱۴ ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلې دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه ښځې چې کلونه، کلونه د کورني تاوتریخوالي له امله له خپلو شرعي حقونو بې‌برخې وې؛ د دوی د هڅو په پایله کې یې خپل حقونه ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په افغانستان کې ښځې د یادې ډلې له سختو محدودیتونو او بندیزونو سره مخ دي. د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله په افغانستان کې ښځې او نجونې ان خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسی نه‌لري.

نور خبرونه

رادیو