د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پېسکوف وايي، چې د افغانستان په تړاو د روسیې او هند ترمنځ تفاهم موجود دی.
د تاس اژانس د رپوټ له مخې، پسکوف ویلي، چې افغانستان د پخوانیو شوروي سیمو ګاونډی او د سیمهییزو اړیکو لپاره اړین هېواد دی، نو له دې سره باید خبرې اترې وشي.
پېسکوف وویل: «موږ له افغانستان سره خپلې اړیکې لرو. هلته په حقیقت کې یو حکومت شته. دا سیمهییز مهم هېواد دی، د پخوانیو شوروي سیمو ګاونډی، او له تاجکستان سره پوله لري».
هغه زیاته کړې چې په تاجکستان کې د روسيې سرحدي ساتونکي فعالیت کوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې «له همدې امله موږ اړتیا لرو چې له افغانستان سره خبرې وکړو، او په دې برخه کې له هند سره زموږ بشپړ تفاهم شته».

