طالب او ازبک چارواکو په کرنې او مالدارۍ برخه کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی

۵ ورځې مخکې

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ازبکستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له مرستیال جمشید عبدوذوکروف سره لیدلي او دواړو خواوو د غوښې د صادراتو، اصلاح شویو تخمونو او د بڼونو د جوړولو پر همکارۍ خبرې کړې دي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، مولوي صدراعظم عثماني د خپل ازبک سیال سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې افغانستان او ازبکستان تاریخي اړیکې لري او باید اقتصادي همکارۍ لا پراخې او نږدې شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي عثماني د خصوصي سکټور ظرفیتونه د غوښې د تولید او صادراتو په برخه کې وستایل او وړاندیز یې وکړ چې په افغانستان کې دې لوی او معیاري فارمونه جوړ شي؛ څو د غوښې د صادراتو بهیر په منظم ډول پرمخ لاړ شي.

خبرپاڼه د ښاغلي جمشید عبدوذوکروف په حوالې کاږي، چې په تېرو کلونو کې د دواړه هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۴۱۰ مېلیون ډالرو څخه ۶۱۰ مېلیون ډالرو ته لوړه شوې او ازبکستان غواړي په کرنې او مالدارۍ کې همکاري پراخه کړي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې د طالبانو کرنې وزارت د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو هڅولو ته دوام ورکوي؛ څو په بېلابېلو کرنیزو برخو کې د پانګونې لپاره مناسبه زمینه برابره کړي.

نور خبرونه

رادیو