په اسلام‌اباد کې پولیسو د افغان کډوالو د کورونو دروازې ماتې کړې او لسګونه کسان یې نیولي دي

۶ ورځې مخکې

په پاکستان کې مېشتو افغانانو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پرون د یکشنبې په ورځ پولیسو د افغان کډوالو د کورونو دروازې ماتې کړې او لسګونه افغانان یې نیولي دي چې په‌کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دغه نیول شوي کډوال سملاسي د کډوالو د ساتنې مرکز ته انتقال شوي او هلته یې د بایومتریک چارې هم بشپړې شوي، چې ښایي نن په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شي.

د راپورونو له مخې؛ د اسلام‌اباد په بي-۱۷ښارګوټي کې پولیسو د افغان کډوالو د لټون پرمهال هغه دروازې هم ماتې کړې چې په‌کې څوک نه اوسېدل. د یادې سیمې یو افغان اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل: «د نور کله پرتله پولیسو ډېر سخت چلند وکړ، د ډېرو کورونو دروازې یې ماتې کړې. په‌ دې کې داسې کورونه هم وو، چې څوک په‌کې نه اوسېدل.»

نن دوشنبه هم په بي-۱۷ښارګوټي کې د پولیسو کور په کور عملیات روان دي. په اسلام‌اباد کې ډېری نیول شوي افغانان هغه کسان دي، چې له ۲۰۲۱کال وروسته پاکستان ته ورغلي او د نورو هېوادونو لپاره یې د ویزې یا پناه غوښتنې قضیې روانې دي.

دغه افغانان وایي، ډېریو افغانانو ته د ځینو سفارتونو له‌خوا اسناد هم ورکړل شوي؛ خو یوازې د جرمني سفارت اسناد لرونکي تر ډېره خوندي پاتې کېږي او پاتې نور د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابوالي سره هم‌مهاله په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو په کورنو د پولیسو چاپې زیاتې شوې، کور په کور د پولیسو لټون روان دی، هره ورځ له ګواښ سره مخ افغانان نیول کېږي او په جبري توګه افغانستان ته ستنول کېږي.

نور خبرونه

رادیو