د سویل ختیځې اسیا درې هېوادونه ټايلنډ، اندونيزيا او مالیزيا د سختو بارانونو، سېلابونو او ځمکې ښوېېدو له کبله له سختو ویجاړیو سره مخ شوي دي. چارواکي وايي، تر اوسه له ۶۰۰ډېر کسان مړه او نږدې څلور مېلیونه نور اغېزمن شوي چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.
ځایي چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي، په تېره اوونۍ کې د مالاکا په تنګي کې بادونو، توپانونو او سختو بارانونو پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې چې اغېزې یې په ځانګړي ډول د سویل ختیځې اسیا په درېیو هېوادونو مالیزیا، اندونیزیا او ټایلنډ کې لیدل کېږي.
چارواکو زیاته کړې، چې په سريلانکا کې د بېړۍ چلوونکو او ساحلي سیمو اوسېدونکو د ژغورنې پر مهال ۱۵۳ کسان مړه او ۱۹۱ نور لا هم تري تم دي.

