مسعود پزشکیان: له هغو پولو چې سوداګري، علم او کلتور تېرېږي، هېڅکله به هم ترهګري وانه‌وړي

۶ ورځې مخکې

د ایران ولسمشر د یکشنبې په ماښام په تهران کې د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې وویل، په داسې مهال کې چې د مسلمان ملتونو ګډ دوښمنان د فشارونو د زیاتولو په لټه کې دي، نو اسلامي هېوادونو ته هم په‌کار ده، چې یو بل ته شرایط اسانه او له پېچلي کولو یې ډډه وکړي.

د ایران د ولسشمرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له‌مخې، مسعود پزشکیان په دې کتنه کې چې د یکشنبې په ماښام (د لیندۍ ۹مه) ترسره شوه، وویل: «ایران او ترکیه سره وروڼه دي او لازمه ده چې په خپلو کې اړیکې پراخې کړي او باوري یو له هغو پولو چې سوداګري، علم او کلتور تېرېږي، هېڅکله به هم ترهګري او وسلې ونه‌اړول شي.»

پزشکیان همداراز په ډاګه کړه، که اسلامي هېوادونه سره یو موټي وي، نو په نړۍ کې به هېڅ داسې قدرت نه‌وي چې مسلمان ملتونو ته ستونزې جوړې کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فېډان وویل، په اوسنیو شرایطو کې اسلامي هېوادونه باید په ګډه او همغږې توګه خپلې همکارۍ پراخې کړي او همداراز یې په ډاګه کړه، چې د ایران او ترکیې په ګډون اسلامي هېوادونه کولی شي د اسلامي امت پر وړاندې شته اختلافونه لري کړي.

نور خبرونه

رادیو