طالبان: د ډنمارک د سرې میاشتې مرستندویه ادارې د کونړ له زلزله‌ځپلو سره د مرستې ژمنه وکړه

AP ۱۴۰۴ لیندۍ ۸

د طالبانو تر واک لاندې د سرې میاشتې ادارې ویلي، چې د ډنمارک د سرې میاشتې مشرې جوهانا له شهاب‌الدین دلاور سره په ناسته کې د کونړ له زلزله‌ځپلو سره د مرستې ژمنه کړې ده. په دې لیدنه کې له افغانانو سره د بشري مرستو پر کیفیت او اغېزمنتیا هم ټینګار شوی.

د طالبانو یادې ادارې د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې مېرمن جوهانا او ورسره پلاوي د افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې د بشري مرستو د زیاتېدو ژمنې کړي.

د طالبانو د سرې میاشتې مشر شهاب‌الدین دلاور د خلکو د ژوند ښه کېدو په برخه کې د مرستو هر کلی کړی.

طالبانو په خبرپاڼه کې د جوهانا له قوله لیکلي: «زموږ اداره د افغانانو سره د مرستې لپاره ژمنه ده او غواړي چې د افغانستان د سرې میاشتې له لارې افغانانو ته لا زیاتې مرستې او خدمات ورسوي.»

نور خبرونه

رادیو