د فنلنډ د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د ۲۰۲۶ کال په پیل سره به په افغانستان، پاکستان او میانمار کې خپلې سفارتخونې وتړي. دغه وزارت ویلي، دغه سفارتخونې د عملیاتي او ستراتیژیکو لاملونو لهمخې تړل کېږي.
د فنلنډ دغه پرېکړه په افغانستان، پاکستان او میانمار کې له سیاسي وضعیت او همداراز له فنلنډ سره د دوی له محدودو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو سره تړاو لري.
د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، دغه وزارت د ۲۰۲۶ کال په ترڅ کې په هغو ځایونو کې د سوداګریزو دفترونو پرانېستلو ته چمتووالی نیسي، چې پهخوا پهکې د «بزنس فنلنډ» دفترونه موجود و.
اعلامیه کاږي، دغه وزارت په منظم ډول دا هم ارزوي چې د فنلنډ د بهرنۍ استازولۍ د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو د پوره کولو جوګه دي او که څنګه.
د اعلامیې لهمخې، د ارزونو له پایلو سره سم به دغه هېواد د نورو بهرنیو دفترونو د تړلو او پرانېستلو پرېکړه هم وکړي او په وینا یې، موخه دا ده، چې سرچینې هغو هېوادونو او سیمو ته متمرکزې شي چې فنلنډ ته ستراتيژیک اهمیت لري.
د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرې الینا والټونین ویلي: «موږ به د فنلنډ د بهرنیو استازولیو شبکې ته په منظم ډول داسې وده ورکړو چې د راتلونکو ننګونو د حلولو وړتیا ولري. زموږ د فعالیتونو چاپېریال په چټکۍ سره بدلېږي. هغه بدلونونه چې ترسره کېږي له موږ سره به مرسته وکړي څو یو پیاوړی او سیالوړ فنلنډ جوړ کړو او له خپلو لومړیتوبونو سره سم د هېواد بهرنۍ اړیکې اداره کړو.»
د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې د فنلنډ په ګډون ټولو لوېدیځوالو په افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل او ځينې یې په قطر کې د افغانستان په تړاو په خپلو سفارتخونو کې کار کوي.

