د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر احمد محمد عبدالاطي د شنبې په ماښام د یوه رسمي دوه ورځني سفر په موخه اسلاماباد ته ورسېد. بدر احمد محمد عبدالاطي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په بلنه دغه هېواد ته تللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، بدر احمد محمد عبدالاطي به په دې سفر کې له خپل پاکستاني سیال سره د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمه ییزو او نړۍوالو مسایلو او په ځانګړې توګه د غزې د وضعیت په تړاو خبرې وکړي.
پاکستان تمه ښودلې، چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر دغه سفر به دوه اړخیزې اړیکې په ستراتېژیک ډول نورې هم پیاوړې کړي او د سیاسي، اقتصادي، دفاعي او کلتوري همکارۍ لاپسې تقویه شي.

