د امریکا د کلفرونیا ایالت په یو سوداګریز مرکز کې ډزې شوي

۷ ورځې مخکې

د امریکا پولیسو ویلي چې د جمعې په ورځ د کلفرونیا ایالت د سن‌خوزه ښار په یوه سوداګریز مرکز کې ډزې شوې دي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي دي. اسویشیټېډ اژانس یو راپور کې لیکلي چې دواړه ټپیان د مرمیو د لګېدو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د بریدګر هویت نه دی په ډاګه شوی. د سن‌خوزه ښار پولیسو زیاته کړې چې یاد سوداګریز مرکز یې تخلیه کړی، څو د عامه خوندیتوب پر وړاندې ټول ګواښونه له‌منځه یوسي. د سن‌خوزه د ښاروال مېټ ماهان په وینا: «زما دعاوې له قربانیانو سره دي او زه ډاډه یم چې زموږ پولیس به له هېڅ هغه هڅې ډډه ونه کړي، څو مسوول کس پیدا او قانون ته وسپاري».

نوموړي زیاته کړې چې اوسمهال هېڅ خطر موجود نه دی، خو خلک باید له سیمې لرې پاتې شي.

نور خبرونه

رادیو