د امریکا له خبرداري وروسته شپږو نړیوالو هوایي شرکتونو وینزویلا ته خپلې الوتنې ځنډولي

AP ۱۴۰۴ لیندۍ ۸

په وینزویلا کې د احتمالي خطرناک وضعیت له امله شپږو نړیوالو هوايي شرکتونو خپلې الوتنې د وینزویلا پر لور ځنډولي دي.

د امریکا فدرالي هوايي چلند ادارې(ایف ای ای) تېره ورځ هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی و چې د وینزویلا په هوایي حریم کې احتمالي ګواښ شته.

تر دې وړاندې، د وینزویلا د هوايي شرکتونو ټولنې اعلان کړی و چې یادو شپږو شرکتونو، چې د کولمبیا، پرتګال او هسپانیا شرکتونه هم پکې شامل دي د امریکا د پوځي فعالیتونو د زیاتوالي د خبرداري وروسته خپلې الوتنې ځنډولې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په ټولنیزو شبکو کې ویلي، چې د وینزویلا هوایي حریم او شاوخوا سیمې باید د نشه‌یي موادو او انساني قاچاق د مخنیوي لپاره تړل شوي وګڼل شي.

نور خبرونه

رادیو