د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي په لومړي ځل د اقتصادي همکاریو سازمان (ايکو) د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۹مه انلاین غونډه کې ګډون وکړ.
د اقتصادي همکاریو سازمان ۲۹مه انلاین غونډه د قزاقستان په کوربه توب جوړه شوې او د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پکې ګډون کړی و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې متقي په یاده غونډه کې د امنیت، اقتصاد، نشه يي توکو سره مبارزې او سیمه ییز اتصال په اړه خبرې کړې دي.
متقي د اقتصادي همکاریو د سازمان غړو او د سیمي هېوادونو سره د اړیکو او همکاریو زیاتېدو ته چمتوالی ښودلی.
امیرخان متقي زیاته کړې:«غړي هېوادونه کولای شي، چې د دغه سازمان په چوکاټ کې د افغغانستان له بېلابېلو اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو او فرصتونو څخه استفاده وکړي.»
طالبانو ویلي، چې د غونډې د ګډونوالو له خوا په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې هڅې او اقتصادي پرمختګونه ستایل شوي دي.
طالبانو ویلي، چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان د اېکو سازمان نه جلا کېدونکی غړی بللی او افغانستان یې د سویلي اسیا هېوادونو لپاره د سوداګرۍ او ترانزیټ تر ټولو نږدې او اغېزمنه لار بللي ده.

