د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل په امریکا کې وروستي ترهګریز برید ته په غبرګون کې ویلی، چې یاده پېښه زړه بوږنوونکې ده او باید تورن کس ته سزا ورکړل شي، خو ټرمپ او د هغه ټیم په چټکۍ سره دا پېښه د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره د ډال په توګه کاروي.
هغه نن جمعه، د لیدنۍ ۷مه په اېکس خواله رسنۍ لیکلی، د امریکا د ترورستي پیښې وروسته ځینو ټول پښتانه، ځینو یې طالبان او ځینو یې د طالبانو مخالفین ملامته کړل، برعکس طالبانو او د هغوی ملاتړو بیا صفر واحدونه، امریکایی وګړي، د جمهوریت ملاتړي او یو شمیر سیاستوالو خو د خلیلزاد په څیر شخصیتونه ملامت کړل.
نبیل همدراز لیکلی، چې د واشنګټن پیښه د کډوالۍ پایله نه ده، نه د غربت، او نه هم دا د یوې ځانګړې توکمیزې ډلې سره تړاو لري.
نوموړی زیاتوي دا پیښه د متحده ایالاتو د پیچلو پالیسیو، سیمه ایزو سیالیو، نیابتي جګړو، او د افراطیت شبکو محصول دی چې خپلې ریښې یې له منځني ختیځ څخه تر سویلي اسیا پورې رسولي دي.
رحمت الله نبیل لیکلی:«سربیره پردې، دا اړینه ده چې د رحمان الله د مېرمن او د هغې د کوچنیو ماشومانو په څیر کورنیو ملاتړ وشي، چې بې ګناه دي، ترڅو دوی د تبلیغاتو، ټولنیزو فشارونو او سیاسي لوبو قرباني نشي.»
د یادونې وړ ده، چې د رحمان الله لکڼوال په نوم یوه افغان دوه ورځې وړاندې په واشنګټن کې د ملي ګارډ دوه عسکر په ډزو ټپیان کړل چې یوې یې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د ډونالډ ټرمپ حکومت د یادې پېښې په غبرګون کې پر افغانانو هر ډول د کډوالۍ پروګرامونه د نامعلومې مودې لپاره بند کړل او همدا راز تر ۲۰۲۱کال وروسته دغه هېواد ته د ورغلو افغانانو د قضیو بیا پلټنو امر یې کړی دی.

