د هند بهرنیو چارو وزارت: کابل ته مو ۷۳ ټنه روغتیایي توکي ولېږدول

AP ۱۴۰۴ لیندۍ ۷

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، چې له افغانستان سره د روغتیايي هڅو د پیاوړتیا په موخه یې ۷۳ ټنه درمل، واکسینونه او نور اړین طبي توکي کابل ته ولېږدول.

رندهیر جیسوال له افغانانو سره د هند پر دوامداره ملاتړ او همکارۍ ټینګار کړی او ویلي يي دي، چې یاد طبي توکي به په افغانستان کې د بیړنیو طبي اړتیاوو پوره کولو کې مرسته وکړي.

نوي ډیلي کابل ته د طبي توکو دغه نوې کڅوړه پر داسې مهال ولېږله، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر څو ورځې وړاندې هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د خصوصي سکټور له استازو سره د لیدنو پرمهال یو لړ سوداګریزې هوکړې وکړې.

نور خبرونه

رادیو