چین په تاجکستان کې د خپلو دریو وګړو وژل کېدل تایید کړل

AP ۱۴۰۴ لیندۍ ۷

په پلازمېنه دوشنبه کې د چین سفارت منلې چې په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې د یوه وسله وال برید له امله درې چینایي وګړي وژل شوي دي.
سفارت زیاته کړې، چې د چهارشنبې په ورځ د جنوب لویدیځ ولایت ختلون په برید کې یو چینایي وګړی هم ټپي شوې دی.

په تاجکستان کې د چین سفارت نن جمعه، د لیدنۍ ۷مه د دغه پېښې د عاملینو هویت نه دی په ګوته کړی، خو ویلي یې دي چې چین له تاجکستان څخه د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د افغانستان له خاورې څخه په یوه برید کې د «شاهین ایس اېم» د سرو زرو د استخراج شرکت درې چینایي کارکوونکي وژل شوي دي. تاجکستان ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې ورانکارې ډلې لا هم د سرحدي وضعیت د ګډوډولو هڅې کوي.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا برید تېره شپه د افغانستان له پولې د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ په پوله کې د یاد شرکت د کارکوونکو پر استوګنځي شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي وو: «دا برید په لاسي وسلو او په بم سمبال ډرون په وسیله شوی دی. د برید له امله د شاهین ایس اېم درې کارکوونکي چې د چین اتباع وو، وژل شوي دي».

تاجکستان دغه برید او د چینایي وګړو وژل کېدل په کلکه غندلي دي او له طالبانو یې غوښتي چې د سرحدي امنیت او ثبات د خوندي کولو لپاره اغیزناک اقدامات وکړي.

تاجکستان د افغانستان په شمال کې پروت هېواد دی او د امو د سیند په امتداد کې له افغانستان سره شاوخوا ۱۳۵۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

نور خبرونه

رادیو