د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزیر عطاالله عمر په مسکو کې د روسیې د کرنې له وزیرې اوکسانا لوټ سره کتلي او دواړو لوریو د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.
د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبولګو وزارت ویلي، چې عطاالله عمري په مسکو کې د روسیې د کرنې له وزیرې اوکسانا لوټ سره د لېدنې پرمهال د اوبولګولو د سیستمونو د پیاوړتیا، د مالدارۍ د نسل اصلاح د پرواګرامونو پراختیا، د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د روسیې بازارونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار کړی دی.
همدارنګه عطاالله عمري د روسیې د کرنې له وزیرې څخه غوښتنه کړې، چې د اوبولګولو د نوې ټیکنالوژۍ، عصري کرنیزو سیستمونو، تخنیکي روزنو او د کرنیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو د اسانتیاوو په برخه کې ورسره همکارۍ وکړي.
طالبانو ویلي، چې د روسیې د کرنې وزیرې اوکسانا لوټ له افغانستان سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د عملي او دوامدارې همکارۍ د پیاوړتیا ژمنه کړې ده.

