د فلسطین د وسله والې ډلې یو پلاوی د یکشنبې په ورځ قاهرې ته تللی چې د غزې جګړې له منځګړو سره وویني.
د یادې ډلې یوه مسوول له نومښودنې پرته رویټرز ته ویلي چې پلاوی به د اسراییل له لوري د اوربند تړون د دوامدارو سرغړونو په اړه خبرې وکړي.
مصر، قطر او امریکا د حماس او اسراییل ترمنځ منځګړیتوب کوي او همدوی هغه اوربند خوندي کړ چې تېره میاشت پلیشوی و.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې د دغه هېواد پوځي ځواکونو د شنبې په ورځ د حماس پنځه لوړپوړي غړي وژلي دي. اسراییل تور لګولی چې ذد حماس یو جنګیالی ددوی تر کنټرول لاندې سیمو ته د برید لپاره استول شوی و.
د غزې روغتیايي چارواکو ویلي چې د شنبې په ورځ د اسراییل هوایي بریدونو لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي.
اسراییلي پوځ د یکشنبې په ورځ ویلي چې د حماس یو سیمهییز قوماندان هم د شنبې د بریدونو په وژل شویو کسانو کې شامل دی.

