د اوکراین ډرون الوتکو د مسکو د برېښنا او تودوخې سیسټم په یو مرکز برید کړی

AP ۱۴۰۴ لیندۍ ۲

د روسیې چارواکي وايي، اوکرایني ډرون الوتکو د مسکو له ښار څخه شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره ختیځ لور ته د شاتورا بریښنا او تودوخې لوی سټېشن ویشتلی دی.

د مسکو والي اندری ووروبیو ویلي چې د شاتورا بریښنا سټېشن د یکشنبې په ورځ د اوکرایني ډرونونو په برید کې ویشتل شوی دی.

ووروبیو زیاته کړې چې «ځینې ډرونونه د هوايي دفاع ځواکونو له‌خوا له‌منځه وړل شوي، خو څو نور یې د سټېشن په سیمه کې لویدلي چې له امله یې اور ولګېده». په دغه برید کې د ځاني تلفاتو په اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

نور خبرونه

رادیو