په نایجیریا کې له څه باندې ۳۰۰ تښتول شویو زده کوونکو څخه، ۵۰ تنه په دې بریالي شوي، چې له تښتوونکو وتښتي.
د نایجیریا کاتولیک کلیسا ویلي، چې شاوخوا ۲۵۳ نور تښتول شوي کسان، چې ۱۲ ښوونکي او د ښوونځي کارکوونکي هم پکې شامل دي، لاهم د تښتوونکو په واک کې دي.

