پاپ لیو په نایجریا کې د ۳۱۵ تښتول شویو زده کونکو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۴ لیندۍ ۲

رویټرز خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) راپور ورکړی، چې د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ لیو غوښتنه کړې، چې په نایجریا کې د نایجیر ایالت له کاتولیک ښوونځي تښتول شوي ۳۱۵ زده‌کوونکي او کارکوونکي چې د جمعې په ورځ د وسله‌والو له خوا وړل شوي، باید سمدستي خوشې شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د نایجیریا د عیسويانو ټولنې اعلان کړی چې د یوې نوې سروې وروسته د تښتوونکو شمېر له ۲۲۷ څخه ۳۱۵ ته لوړ شوی دی.


د وسله والو کسانو له خوا پر ښوونځي برید د تعلیمي مرکزونو د بریدونو د یوې نوې څپې یوه برخه ده، چې له امله یې د نایجریا په ناامنو سیمو کې ۴۷ ښوونځي تړل شوي دي.
رویټرز زیاتوي، چې پاپ لیو په سینټ پیټر میدان په یو لړ مراسمو کې په «ژورې خواشینۍ» سره د نایجریا او کامرون د یرغمل شویو د خلاصون لپاره د «سمدستي او اغېزمنو اقداماتو» غوښتنه وکړه او له خلکو یې وغوښتل، چې د ښوونځیو او کلیساګانو د خوندیتوب لپاره دعا وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې وسله والو د نایجریا په شمال لوېدیځ کې د نجونو پر یوه ښوونځي برید وکړ او د دغه ښوونځي زده کونکي او کارکوونکي یې له ځان سره یوړل.

نور خبرونه

رادیو