ټرمپ غواړي چې اخوان‌المسلمین د «ترهګرې ډلې» په توګه اعلان کړي

AP ۱۴۰۴ لیندۍ ۲

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان کړی، چې غواړي اخوان‌المسلمین د «بهرني ترهګر سازمان» په توګه وپېژني. د دې پرېکړې اړوند وروستي اسناد د چمتو کېدو په حال کې دي او ټرمپ ویلي، چې دا پرېکړه به په ډېر «قاطع او پياوړي ډول» عملي شي.

اخوان‌المسلمین چې په ۱۹۲۸ کال کې په مصر کې جوړه شوې، دا مهال یې مشري د محمد بدیع پر غاړه ده. دغه ډله د اسلامي خوځښتونو له پخوانیو او اغېزمنو ډلو شمېرل کېږي او د منتقدانو له لوري په سیمه کې د افراطیت او بې‌ثباتۍ د هڅولو په تور تورنېږي.
اخوان‌المسلمین په رسمي ډول افغانستان کې حضور نه‌لري، خو له څو لسیزو راهیسې د هېواد ځیني سیاسي او دیني جریانونه د دغه غورځنګ تر اغېز لاندې دي.
اخواني مفکوره د ۱۳۴۰ لسیزې په وروستیو کې هغه وخت افغانستان ته راغله، چې یو شمېر افغان محصلین له مصر، کویټ او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شول.
وروسته بیا دغې اسلامي مفکورې پر ځینو جهادي رهبرانو هم اغېز وکړ او د جمعیت اسلامي، حزب اسلامي او حرکت انقلاب اسلامي ګڼ مشران د اخواني ادبیاتو له لارې سیاسي اسلام، تنظیمي کار او دعوتي فعالیتونو ته لا نږدې شول.
همداراز په پوهنتونونو او د افغان کډوالو په کمپونو کې دا مفکوره د ځوانانو په منځ کې د یوه اغېزمن فکري بهیر په څېر خپره شوه.
سره له دې چې اخوان‌المسلمین په افغانستان کې هېڅ رسمي حرکت نه‌لري، خو د هغوی فکري رنګ تر اوسه په یو شمېر سیاسي کړیو، پوهنتونونو او مدني ډلو کې لیدل کېږي.
د طالبانو فکري او مذهبي تګلاره له اخوان‌المسلمین سره توپیر لري او د همدې توپیر له امله اوسنی واکمن نظام هر هغه حرکت سره چې د دوی له ایډیالوژۍ سره په ټکر کې وي، ښکاره مخالفت لري.
دا پرېکړه په واشنګټن کې د اسلامي ډلې سره د چلند په اړه له کلونو بحث وروسته کېږي. د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم د ټرمپ د دغه اقدام ملاتړ کړی او دا یې د منځني ختیځ د امنیت لپاره اړین بللی دی.
تر دې وړاندې مصر، سعودي عربستان، روسیې، سوریې، متحده عربي اماراتو او اردن د دغې ډلې فعالیتونه منع کړي و.

نور خبرونه

رادیو