د طالبانو د فراه والي محمد حافظ مجاهد د ایران د سویلي خراسان له والي سره د ماهیرود بندر څخه د لیدنې پر مهال د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي، فرهنګي او بنسټیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی. دواړه خواوو د ګډو پروژو، سوداګریزې ودې او د سرحدي اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه وکړه.
حافظ مجاهد د سېشنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) د ماهیرود سرحدي بندر څخه تر لیدنې وروسته وویل، افغانستان او ایران تاریخي او ژورې فرهنګي اړیکې لري او دواړه هېوادونه د ورورولۍ، سوداګرۍ او ګډو ګټو اوږد تاریخ هم لري.
مجاهد زیاته کړه، چې له تېرکال راهیسې یې د سویلي خراسان والي سره څلور ځله لیدلي او دغه دوامداره اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو د زیاتوالي لامل شوې دي.
بل پلو د ایران د سویلي خراسان والي محمدرضا هاشمي ویلي، د دواړه خواوو ترمنځ د ماهیرود – فراه لارې او نورو بنسټیزو پروژو په اړه به هم ګډې ناستې دوام ولري.
هغه زیاته کړې، چې په وروستیو کلونو کې د سویلي خراسان او فراه ترمنځ سوداګریزې اړیکې په بېساري ډول پراخې شوې دي.
هاشمي په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې دغه ګډې همکارۍ نه یوازې د سیمې د اقتصادي ودې لپاره ګټورې دي؛ بلکې د افغانستان او ایران د ولسونو ترمنځ د ورورۍ او دوستۍ اړیکې هم پیاوړې کوي.

