په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دې ولایت کې د یوه ملي سوداګر له لوري د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د چرګانو یو شرکت فعال شوی دی. طالبانو ویلي، یاد شرکت چې د چرګانو هر اړخیز فعالیتونه ترسره کوي، د کندهار ښار ۵۰ سلنه اړتیاوې پوره کړې دي.
په کندهار کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقل د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي: «دغه شرکت د شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د یو ملي سوداګر له لوري جوړ شوی دی.»
هغه زیاته کړې، چې په دې شرکت کې په مستقیم او غېر مستقیم ډول ۲۵۰۰ کسان په دندو بوخت دي.
نوموړي زياته کړې: «دغه شرکت د چرګانو، چرګړو، غوښې، هګۍ، د هګۍ دانې، د دانې له خام موادو او د چرګانو له پاتې شونو تولیدات لري.»
د حقل په خبره، دغه شرکت هره ورځ له ۶۵ فارمونو څخه درې نیم لکه هګۍ او ۶۰ زره کیلو د چرګ غوښه هم تولیدوي.
هغه زیاته کړې، چې د چرګانو دغه شرکت د کندهار تر څنګ په کابل، بلخ، هرات او غزنې ولایتونو په لسو څانګو کې هم بېلابېل تولیدات ترسره کوي.

