معترضې ښځې: په هرات کې د طالبانو له‌خوا د جبري حجاب پرېکړه ښځو ته «سپکاوی» دی

AP ۱۴۰۴ لړم ۲۰

د «خود جوش» په نوم د افغانستان د معترضو ښځو خوځښت نن سې شنبه (د لړم ۲۰مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو له هغې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی، چې له مخې يې په هرات کې ښځينه کارکوونکې او ډاکترانې د ځانګړي پوښښ اغوستلو ته اړ اېستل شوې دي.

یاد خوځښت دغه اقدام « ښځو ته سپکاوی او له هغوی د واک اخيستلو وسيله» بللې ده.
په اعلاميه کې ويل شوي، دا پرېکړه نه د اسلام پر شريعت ولاړه ده او نه پر انساني اخلاقو، بلکې هدف يې د ښځو له کار او ټولنيز ډګر څخه د هغوی اېستل دي.
اعلاميه زياتوي، چې پر ښځو د حجاب تحميل د قران او پيغمبر د سنتو خلاف کړنه ده او دا یې د ښځو د عقل، ايمان او عدالت پر وړاندې ښکاره تېری ګڼلی.
د خوځښت په اعلاميه کې د اسلامي مفسرانو لکه طبري او فخر رازي د تفسيرونو يادونه شوې او ويل شوي، چې د ښځې مخ او لاسونه په ټولنيز ژوند کې ښکاره کېدای شي او هېڅ شرعي ممنوعیت نه لري.
په اعلاميه کې ټينګار شوی، چې هېڅ ډله د دې حق نه لري چې د ښځې پر بدن او انتخاب واک داري وکړي. د هغوی په وینا حجاب که د باور او معرفت له مخې نه وي، نو عبادت نه، بلکې زندان دی.
په پای کې معترضو مېرمنو شعار ورکړی: «موږ د هغو ښځو غږ يو چې چوپ نه شول؛ د مېندو، ښوونکو، ډاکترانو او نجونو غږ چې له ايمان، پوهې او زړورتيا سره ژوند کوي.»
دغه اعلاميه په داسې حال کې خپره شوې، چې له څو ورځو راهيسې طالبانو د هرات ولایت په حوزوي روغتون کې د ښځو پر تګ راتګ محدوديتونه لګولي دي. د سرچينو په وينا، دغه محدوديتونه هغه مهال پيل شول چې چارواکو ښځې «د حجاب د نه رعايت» له امله له کار او عامه ځايونو څخه منع کړې.

نور خبرونه

رادیو