لوبې

د المپیک نړۍوالې کمېټې ومنله، چې له افغان ښځینه لوبغاړو به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي

۳ ورځې مخکې

د ای‌او‌سي غړو، د افغانستان د ملي المپیک کمیټې رییس حفیظ الله ولي‌رحیمي او د ښځینه‌و والیبال لوبډلې سره​ په یوه غونډه کې د اسیایي لوبو او د یادې کمیټې تر څار لاندې نورو سیالیو کې د افغان ښځینه‌و لوبغاړو پر حضور ټینګار کړی.

یوشمېر افغان ښځینه‌و لوبغاړو تر دې وړاندې د قونیه د اسلامي هېوادونو په سیالیو کې، د هانګزو اسیایي سیالیو او نورو نړۍوالو سیالیو کې د IOC په ملاتړ ګډون کړی و.

سره له دې چې طالبانو د ښځو په ورزشي فعالیتونو بندیز لګولی، د افغانستان د المپیک ملي کمیټه په نړۍوالو سیالیو کې د ښځو د ګډون ملاتړ ته دوام ورکوي.

ورته مهال د افغانستان د ملي المپیک کمېټې مشر حفیظ الله ولي‌رحیمي د هېواد د ښځینه‌و والیبال لوبډلې سره د دوامداره همکارۍ اعلان وکړ او ویې ویل، کمیټه هڅه کوي چې په بهر کې د افغان ښځینه‌و ورزشي لوبډلو د ودې او پرمختګ زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه، چې د المپیک ملي کمیټه به په دوامداره توګه د افغان ښځینه‌و والیبال ملي لوبډلې د روزنې، ودې او ملاتړ لپاره د غوره شرایطو برابرولو لپاره کار وکړي.

د ملي المپیک کمېټې مشر د افغان ښځینه‌و ورزشي لوبډلو د بیا جوړولو پروګرام خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې اړه له IOC سره خبرې اترې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو