د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د چارو د ادارې مشر فضل محمود فضلي د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان اوسنی جګړهییز وضعیت د دغه هېواد د دوهمخو تګلارو پایله ده.
خواجه اصف په اسلام اباد کې له له یوه ځانمرګي برید وروسته وویل چې«موږ د جنګ په حالت کې یو، داسې فکر وکړئ چې د پاکستان پوځ دا جګړه له افغانستان سره په سرحدي برخو او د بلوچستان په لرې پرتو سیمو کې پرمخ وړله، خو نن په اسلام اباد کې په قضایي ادارو ځانمرګی برید د راویښېدو زنګ دی.»
د چارو د ادارې پخواني مشر پر ایکس خواله رسنۍ په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان دا وضعیت د همغه پخواني جګړه ییز ذهنیت او دوه مخو تګلارو پایله ده، چې د دغه هېواد د امنیتي پالیسۍ بنسټ جوړوي.
هغه د پاکستان د استخباراتو د پخواني مشر جنرال اسد دراني څرګندونو ته په اشارې سره لیکلي، «له دراني پوښتنه وشوه چې ایا د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو په جوړولو کې له خپلې ونډې پښېمان دی که نه، نوموړي د زرګونو افغان ملکي وګړو او د پېښور د پوځي ښوونځي د ماشومانو وژنې ته د جانبي زیان نوم ورکړ او د هغوی مور و پلار یې احساساتي بللي وو.»
فضلي ویلي، دراني چې په پاکستان کې د یو «منځلاري» چارواکي په توګه پېژندل کېږي، د دغو خبرو له لارې د پاکستان د ملي امنیت د تګلارې اصلي ماهیت څرګند کړی.
هغه زیاته کړې: «تاسو د همغو سخت زړو جنرالانو غږ یاست، چې د زرګونو ماشومانو او بېګناه خلکو د وینو مسوول دي.»

