هندي پولیسو په نوي ډیلي کې د «سره کلا» د برید په تړاو شپږ کسان نیولي دي

AP ۱۴۰۴ لړم ۲۰

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې هندي پولیسو په نوي ډیلي کې د «سره کلا» د برید په تړاو شپږ کسان نیولي دي. په دې پیښه کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او له ۲۰ څخه ډېر ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د پېښې اصلي شکمن کس ډاکټر عمر نومېږي چې د هند په فرید اباد کې له یوې ترهګرې شبکې سره تړاو درلود. ډاکټر عمر له چاودنې راهیسې ورک دی او پولیسو ویلي، چې په دې قضیه کې نیول شوي درې کسان د هغه د کورنۍ غړي دي.
پولیسو ویلي، چې نیول شوي کسان د یوې سخت دریځې شبکې پورې تړاو لري چې د ترهګریزو عملیاتو لپاره یې کار کاوه.
دغه کسان له چاودنې څو ساعته وروسته په جمو کشمیر کې په یوه عملیاتو کې ونیول شول. د پولیسو په وینا، له دغو کسانو سره ۲،۹۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي کشف شوي دي.
که څه هم د چاودنې لامل لا تر اوسه معلوم نه دی، خو د دغه برید په تړاو د تحقیقتاتو مسوولیت د هند د ترهګرۍ ضد ادارې ته سپارل شوی دی. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، چې د دغې پېښې عاملینو ته به سزا ورکول کېږي او د عدالت منګلو ته به سپارل کېږي.
یاده چاودنه د «لال کلا» په ګڼه ګوڼه سیمه کې وشوه. سره کلا چې په هند کې د «لال کلا » په نوم پېژندل کېږي، د ۱۷مې پېړۍ د مُغلي دورې یوه کلا ده چې هر کال ګڼ سیلانیان ترې لیدنه کوي.
تر اوسه پورې هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.
که څه هم هندي چارواکو په ځانګړي ډول د کوم هېواد یا ګوند له ملامتولو ډډه کړې، خو د ډیلي له چاودنې یوه ورځ وروسته په اسلام اباد کې ورته چاودنه وشوه، چې پاکستاني چارواکو یې پړه پر هند اچولې. چارواکي وايي، چې د اسلام اباد په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

نور خبرونه

رادیو