د طالبانو ویاند وايي چې کابل ښاروالۍ په سږني مالي کال کې د کابل ښار لپاره ټولې ۲۵۸ پروژې پلان کړې وې، چې مجموعی مصرف یې ۸،۱۲ میلیارده افغانۍ دی.
ذبیح الله مجاهد وايي له دغو پروژو ۱۷۰ تکمیل شوې دي او نورې تر کار لاندې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سې شنبه، د لړم ۲۰مه په خپل اېکس کې لیکلي، چې ددې ډلې تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ ۱۴۲ نورې پروژې چې د خیریه ادارو له خوا تمویلیږي، کابل ښاروالي یې مدیریت او نظارت کوي.

