لاوروف: که بل اتومي ځواک ازموینه کوي مسکو به هم اتومي وسلې و ازمويي

AP ۱۴۰۴ لړم ۲۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ وویل، چې که هر بل اتومي ځواک ازموینه وکړي، مسکو به هم اتومي وسلې وازمويي.

نوموړي «تر ځمکې لاندې مشکوکو فعالیتونو» په تړاو د امریکايي چارواکو پر اندېښنو خبرو اترو ته تیاری وښود.

لاوروف دغه راز وویل، مسکو د امریکا د هغو څرګندونو له امله اندېښمن دی چې وایي ښایي له اتومي ازموینو څخه د جیوپولیټیکي موخو لپاره کار واخیستل شي.

نور خبرونه

رادیو