په کندهار کې د احمد شاه بابا د کور د بیا رغونې چارې روانې دي

AP ۱۴۰۴ لړم ۲۰

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، چې د احمدشاه بابا د کور اړوند ساحو د دوهمې پروژې ترميماتي چارې په چټکۍ روانې دي.

د احمدشاه بابا د کور د بيارغونې چارې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت له لوري پيل شوې، چي د دوهمې برخې تر بشپړېدو وروسته به پرانېستل شي.

د طالبانو د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن سې شنبه، د لړم ۲۰مه څرګنده کړې چې د دې ریاست مشر انعام‌الله سمنګاني د احمد شاه بابا د کور د بیارغونې پروژې له څارنې وروسته، اړوندو چارواکو ته لارښوونې کړې چې د رغونې چارې په ښه توګه بشپړې شي او د کور ساتنې اړوند لازم اقدامات ترسره شي.

طالبان وايي، د لومړۍ پروژې اړوند د احمد شاه بابا کور ترمیماتي کارونه بشپړ شوي، خو د دوهمې پروژې اړوند د کور لویه لار، دروازه، د پلي تګ لاره او پارکینګ لا هم تر کار لاندې دي.

له دې وړاندې، طالبانو د روان کال د تلې میاشتې کې ویلي وو چې د کور د بیا رغونې چارې شاوخوا ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.

دغه ریاست همدارنګه د روان کال د زمري میاشتې په جریان کې ویلي و چې د احمد شاه بابا د کور د بیا رغونې لپاره تخنیکي او مسلکي سروې پیل شوې ده، او د سروې له پای ته رسېدو وروسته به د رغونې چارې هم عملي شي.

د احمد شاه بابا کور د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې په سدوزو سیمه کې موقعیت لري، درې سوه کاله تاریخ لري او په بخارایي معمارۍ جوړ شوی دی.

د دې کور د استملاک چارې د پخواني حکومت پرمهال بشپړې شوې وې، خو د بیارغونې چارې نیمګړې پاتې شوې، چې اوس طالبان هڅه کوي د پخواني حکومت پاتې چارې بشپړې کړي.

نور خبرونه

رادیو