د پاکستان د علماوو شورا مشر محمدطاهر اشرفي د وزیرستان او بلوچستان په سیمو کې د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي: «د پاکستان پر وړاندې فتنه د افغانستان له خاورې څخه پیلېږي.» نوموړي له پاکستان څخه غوښتي، چې د ځان پر وړاندې د افغان خاورې د کارونې مخه ونیسي.
د پاکستان د علماوو شورا مشر محمد طاهر اشرفي د سې شنبې په ورځ زیاته کړه، چې پاکستان باید د ځان د خوندیتوب لپاره د وسلهوالو له لوري د افغان خاورې د کارونې پر وړاندې پرېکنده اقدام وکړي.
د نوموړي په خبره، هېڅ دوښمن د «پاکستاني ځواکونو د عقیدې او ارادې» سره د مقابلې توان نه لري. هغه ډاډ ښودلی، چې د پاکستان پوځ د خلکو په ملاتړ کولی شي په ټول هېواد کې امنیت تامین کړي.
اشرفي اندېښنه څرګنده کړې، چې وسلهوال بریدونه پاکستان او ګاونډي هېوادونه بېثباته کوي او خطرناکې پایلې به ولري.
پاکستاني چارواکو ډېری وخت په دغه هېواد کې د ناامنۍ مسوولین افغان طالبان یاد کړي او ادعا کوي، چې وسلهوالې ډلې په ځانګړې توګه تحریک طالبان پاکستان، افغان خاوره د دوی پر وړاندې کاروي.
خو طالبانو تل دغه ادعاوې رد کړي او له پاکستان څخه یې غوښتي، چې د خپل کور د ناامنۍ پړه دې پر دوی نه اچوي.

