په پاکستان کې د روسیې سفارت د سې شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې په اسلاماباد کې د «جي ۱۱» په سیمه کې وروستی ځانمرګی برید غندلی دی. د روسیې سفارت د پېښې د عاملینو د پېژندلو او عدالت ته د سپارلو هیله ښودلې ده.
د روسیې سفارت د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) په اسلاماباد کې د ځانمرګي برید وروسته په یوې خبرپاڼه کې د پېښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده.
د روسیې سفارت لیکلي: «موږ هیله لرو چې د دې برید عاملین وپېژندل شي او قانون ته وسپارل شي.»
د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد ښار په جي۱۱ سیمه کې د ځانمرګي برید له امله لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د پولیسو په وینا، ځانمرګی بریدګر چې په موټرسایکل سپور و، د پولیسو موټر ته نږدې یې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
پولیس وايي، چې د چاودنې په ځای کې یې د ځانمرګي بریدګر سر هم موندلی دی.

