د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په واڼه او اسلام اباد کې بریدونه وغندل

AP ۱۴۰۴ لړم ۲۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې په جنوبي وزیرستان کې پر پوځي کالج برید او د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ځانمرګی برید غندلي او پر دې پېښو یې خواشیني ښودلې ده.

په اسلام اباد کې د ځانمرګي برید له امله ۱۲ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

یاد وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي: « د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د چاودنې او په واڼه کې په تعلیمي مرکز د برید له امله، چې پکې سلګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي، خپله ژوره خواشیني ښیي او غندي یې.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې دا پېښې غندي چې د پاکستان دفاع وزیر نن په اسلام اباد کې ځانمرګي برید ته په اشارې سره پر ایکس خواله رسنۍ ویلي چې د کابل واکمنان په پاکستان کې جګړه درولی شي خو تر اسلام اباد پورې د جګړې راوړل د دوی (طالبان) یو بل خطرناک پیغام دی، چې پاکستان یې د ځواب ورکولو توان لري.

د یادولو وړ ده، چې د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې له پروني ځانمرګي برید وروسته، لاهم د وسله والو او د پاکستان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

بریدګرو د کالج په اداري بلاک کې مورچل نیولی او تر اوسه له ۵۳۷ زده کوونکو، ۱۳۷ تنه د جګړې له ځایه اېستل شوي.

بل خوا نن شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د دغه هېواد د پلازمېنې په «جي ۱۱» سیمه کې د یوه ځانمرګي برید له امله لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د اسلام اباد پولیسو په وینا، ځانمرګی بریدګر چې په موټرسایکل سپور و، د پولیسو موټر ته نږدې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

نور خبرونه

رادیو