د طالبانو د افغان سرې میاشتې ادارې ویلي، چې د اسلامي همکاریو صندوق د کونړ له زلزلهځپلو سره د ۱۰۰زره ډالرو نغدي مرسته دوی ته سپارلې ده. طالبانو د دغه سازمان مسوولینو ته ډاډ ورکړی، چې مرسته به په شفاف ډول اغېزمنو کورنیو ته وسپاري.
د طالبانو د افغان سرې میاشتې ادارې د سېشنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا مرسته د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د دفتر مشر ډاکټر محمد سعید العیاش او د دغه سازمان ځانګړي استازي ډاکټر طارق علي بخیت له خوا شهابالدین دلاور ته وسپارل شوه.
د افغان سرې میاشتې د دفتر مشر شهابالدین دلاور د ورته نورو مرستو او همکاریو د دوام هیله څرګنده کړې ده.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغان اغېزمنو او بېوزله کورنیو سره مرسته کول د ټولو مسلمانانو ګډ شرعي او انساني مسوولیت بللی او د ورته مرستو د دوام ژمنه یې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې سره صلیب مخکې خبرداری ورکړی و چې افغان ټولنې له دوو میاشتو په کم وخت کې د دوو ویجاړونکو زلزلو وروسته پراخ زیان او کړاوونه لیدلي، چې د دې اقتصادي ستونزو او وچکالۍ ځپلي هېواد بشري ناورین یې لا پسې ژور کړی دی.

