د نومبر ۱۱مه؛ امریکایان نن د خپلو سرتېرو او مدافعانو ورځ نمانځي

AP ۱۴۰۴ لړم ۲۰

په متحده ایالاتو کې هر کال د نومبر په ۱۱مه نېټه، خلک د خپلو پوځیانو، سابقه‌دارانو او د هغو ټولو نارینه‌وو او ښځو درناوی کوي چې د هېواد د دفاع، ازادۍ او سولې لپاره یې قربانۍ ورکړې دي. دا ورځ په امریکا کې د "ویټرنز ډې" په نوم پېژندل کېږي او یوه ملي رخصتي ده.

ویټرنز ډې په اصل کې د (Armistice Day) په نوم پېل شوه.

د ۱۹۱۸ کال د نومبر په ۱۱مه، د لومړۍ نړۍوالې جګړې رسمي پای ته رسېدل اعلان شول. په همدې ورځ د جګړې د ښکېلو هېوادونو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو او د میلیونونو عسکرو وینې او قربانۍ د سولې سبب شوې.

په ۱۹۵۴ کال کې د دویمې نړۍوالې جګړې او د کوریا د جګړې له پای وروسته ولسمشر ایزنهاور پرېکړه وکړه چې د "ارمېسټیس ډې" نوم دې "ویټرنز ډې" ته واړول شي، څو د ټولو جګړو عسکرو ته درناوی وشي.

د ویټرنز ډې مانا او پیغام

ویټرنز ډې یوازې یوه تاریخي ورځ نه ده، بلکې د بیدارۍ، درناوي او یووالي سمبول هم ګڼل کیږي.
په دې ورځ، امریکایان د خپلو پوځیانو قربانۍ یادوي، د هغوی له کورنیو مننه کوي او د هغو کسانو یاد تازه کوي چې د سولې لپاره یې خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی.

په ټوله امریکا کې د دې ورځې په مناسبت بیلابیل مراسم ترسره کېږي:

  • د جګړې د یادونو مراسم او ګلان اېښوول
  • د پخوانیو پوځیانو نمانځغونډې
  • د ښوونځیو، پوهنتونونو او کلیو خاص پروګرامونه
  • د ولسمشر او لوړپوړو چارواکو رسمي ویناوې

امریکایان باور لري چې ویټرنز ډې ورته دا ورپه یادوي چې ازادي وړیا نه ده، بلکې د سرتېرو د سرونو، زړورتیا او قربانۍ په بدل کې ترلاسه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو