د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ د پاکستان د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان او پاکستان کې طالبان پښتنو نه دي رامنځته کړي، بلکې د پنجاب پالیسي جوړوونکو وروزل.
نقوي طالبانو ته په اشارې سره د پښتونخوا خلکو ته ویلي وو چې: «دا ستاسې د بدنامولو هڅه کوي، تاسې د خپلوي په نوم له ځان سره ملګري کول غواړي.»
نقوي پر خلکو غږ کړی و، چې د وسله والو جنګیالیو پرځای د پاکستان له پوځ سره ودریږي.
هغه ویلي وو« زه د خیبر پښتونخوا له خلکو غواړم چې خپل ځانونه مه بدناموئ.»
په ځواب کې محسن داوړ پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي دي: «محسن نقوي صیب، پر پښتنو د ترهګرۍ تور پورې کول ناسم دي، کلونه کېږي چې پښتانه د ترهګرۍ په اور کې سوځي. مړه کېږو هم موږ، او تور هم پر موږ لګېږي؟ »
هغه ویلي، په افغانستان او پاکستان کې طالبان پښتنو نه دي رامنځته کړي، بلکې د پنجاب د پالیسي جوړوونکو له خوا وروزل شول. موږ همغه وخت د دې پدیدې د ناوړه اغېزو په اړه خبرداری ورکړی و.»
داوړ زیاته کړې، د پاکستان د ترهګرۍ د سیاست تر ټولو لوی قرباني پخپله پښتانه دي، چې د جګړې او تندلاریتوب تاوان یې د خپلو سیمو د ویجاړېدو، بېځایه کېدو او د ژوند د له منځه تلو په بڼه ورکړی دی.

