په اسلام اباد کې د امریکا سفیرې په پاکستان کې وروستي بریدونه غندلي

AP ۱۴۰۴ لړم ۲۰

په اسلام اباد کې د امریکا سفیرې نتالي بیکر په پاکستان کې وروستي بریدونه غندلي او وايي، چې امریکا په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان ترڅنګ ولاړه ده.

بیکر ویلي:«موږ د سولې او ثبات د ودې لپاره د پاکستان د حکومت د هڅو ملاتړ ته ژمن یو.»

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت نن سې شنبه، د لړم ۲۰مه، پر اېکس د اسلام اباد ځانمرګی برید غندلی او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواشني څرګنده کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې نن شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د دغه هېواد د پلازمېنې په «جي ۱۱» سیمه کې د یوه ځانمرګي برید له امله لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د اسلام اباد پولیسو په وینا، ځانمرګی بریدګر چې په موټرسایکل سپور و، د پولیسو موټر ته نږدې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

نور خبرونه

رادیو