د سوریې د اطلاعاتو وزیر اعلان وکړ، چې هېواد یې د داعـ.ـش ډلې او "ترهګرۍ" خلاف له نړیوال ایتلاف سره یو تړون لاسلیک کړی دی.
حمزه مصطفی وویل چې دا تړون یوازې سیاسي اړخ لري او تر اوسه پورې هیڅ منظم جز پکې شامل نه دی.
د سوریې د اطلاعاتو وزیر وايي چې دا تړون د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د ملګري او په سیمه کې د ثبات ملاتړي په توګه د دغه هیواد دریځ تاییدوي.
د سوریې لنډمهاله ولسمشر احمد الشرع او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې سره ولیدل. د سوریې د استخباراتو وزیر دا غونډه مهمه وبلله.
د سوریې د اطلاعاتو وزیر وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو تمرکز د اقتصادي همکارۍ پراخول، سوریې ته د امریکایي پانګوالو راجلبول او د بندیزونو لرې کول وو.
مصطفی وویل چې ټرمپ د غونډې په جریان کې ټینګار وکړ:«موږ باید دا کار بشپړ کړو، موږ باید له سوریې سره مرسته وکړو.»
د غونډې په جریان کې، ټرمپ له اسراییل سره د امنیتي تړون د امکان ملاتړ وکړ، چې د هغه په وینا "ملي او سیمه ییز ثبات به پیاوړی کړي."
هغه زیاته کړه چې متحده ایالاتو په واشنګټن کې د سوریې د سفارت د رسمي بیا پرانیستلو اعلان کړی، چې له یوې لسیزې څخه ډیر وخت راهیسې تړل شوی و.

