طالبانو د ترکیې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه

AP ۱۴۰۴ لړم ۲۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د جورجیا او اذربایجان پولې ته نېږدې د ترکیې د پوځي الوتکې د لوېدو پېښه غندلې او په دې اړه یې خواشیني څرګنده کړې ده. طالبانو د پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت هم ویلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) په یوې خبرپاڼه کې د ترکیې د پوځ اړوند د یوې الوتکې د لوېدو پېښه غندلې او لیکلي یې دي: «د دې دردناکې پېښې له امله د ترکیې ورور دولت، ملت او د قربانیانو کورنیو ته د زړه له کومې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو او شهیدانو ته د فردوس جنت دعا کوو.»

د ترکیې د پوځ یوه C-130 بار وړونکې الوتکه د سې شنبې په ورځ له اذربایجان څخه د الوتنې وروسته په جورجیا کې ولوېده. د راپورونو له مخې، په دې الوتکه کې ۲۰ تنه سپاره ول.

د پېښې له اعلان وروسته، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د «شهیدانو» د روح لپاره دعا وکړه او د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته ولاړې.

تر اوسه د الوتکې د سقوط لامل او د مرګ‌ژوبلې کره شمېر لا نه دی څرګند شوی، خو ځایي رسنیو خبر ورکړی چې په الوتکه کې د ترکیې او اذربایجان سرتېري سپاره وو.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي، چې له جورجیايي سیال سره یې ټلیفوني خبرې کړي او د جورجیا وزیر د پېښې ځای ته د تګ په حال کې دی.

نور خبرونه

رادیو