روسیه وايي هند ته د پوتین د سفر لپاره چټک چمتووالی روان دی

AP ۱۴۰۴ لړم ۱۹

کرملین د دوشنبې په ورځ وویل چې هند ته د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر لپاره «فعال چمتووالی» روان دی او دوی ددغه سفر مهمو پایلو ته هیله من دي. مسکو د دغه سفر په ترڅ کې د ممکنه توافقنامو په اړه جزئیات نه دي ور کړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ددوشنبې په ورځ په مسکو کې خبریالانو ته وویل، چې پوتین به د کال تر پایه هند ته سفر وکړي.

هغه وروستی ځل د۲۰۲۱ کال د ډسمبر په میاشت کې هند ته تللی و.

پسکوف وویل، « موږ اوس مهال د پوتین د هند د سفر لپاره په فعاله توګه چمتووالی نیسو».

نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې د ممکنه توافقنامو په اړه نور جزئیات ورنه کړل.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي غوښتنه کړې چې د روسیې د نفتو پېرل ودروي.

هند د روسیې د نفتو په سترو پېرونکو کې شمېرل کیږي.

نور خبرونه

رادیو