د سوریې حکومت د ولسمشر احمد الشرع د وژلو دوه توطیې شنډې کړې

AP ۱۴۰۴ لړم ۱۹

د سوریې دوه لوړپوړو چارواکو ویلي، چې د ولسمشر احمد الشرع د وژلو په تړاو یې د داعـ.ــش دوه توطیې شنډې کړې دي. دغه پېښې داسې مهال دي، چې شرع د متحده ایالاتو په مشرۍ د یادې ډلې پر ضد له نړیوالې ټلوالې سره د یو ځای کېدو پلان لري.

د سوریې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي رویټرز ته وویل چې یوې توطیې د ولسمشر د یوې اعلان شوې رسمي غونډې پر شاوخوا تمرکز درلود، خو د حساسیت له امله یې نور جزئیات ورنه کړل.

د سوریې د اطلاعاتو وزارت هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دغه توطیې داسې مهال دي چې شرع د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د سپینې ماڼۍ په تاریخي لیدنه کې برخه اخلي، چې دا به د سوریې د ولسمشر لپاره لومړۍ لیدنه وي.

شرع، چې د تیر کال له ډسمبر راهیسې واکمن دی، هڅه کوي ځان د یوه منځلارې مشر په توګه وښيي او د نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره د سوریې د بیا رغونې پروسې پرمخ بوځي.

شرع له تېرو څو لسیزو راهیسې د داعش پر ضد جګړه کړې ده.

د هغه حکومت تېره اونۍ په ټوله سوریه کې د داعش شبکو پر ضد عملیات وکړل او شاوخوا ۷۰ مشکوک کسان یې ونیول.

شرع مخکې د «هیئت تحریر الشام» مشر و، چې پخوا یې له القاعدې سره تړون درلود، خو په ۲۰۱۶ کې یې دغه اړیکې پرې کړې او له داعش سره یې سختې جګړې وکړې.

د هغه حکومت د امریکا له پوځ سره د داعش پر ضد د همکارۍ په حال کې دی، خو په ایتلاف کې ګډون به یې د همکارۍ کچه نوره هم لوړه کړي. دغه ګام د امریکا د قانون جوړوونکو باور ترلاسه کولو لپاره هم مهم ګڼل کېږي، چې د سوریې پر ضد پاتې بندیزونه لرې شي.

داعش هڅه کوي له لویدیځ سره د شرع د اړیکو پراختیا او په حکومت کې د ټولو مذهبي ډلو ګډون د اسلام خلاف وښيي. په دې وروستیو کې د دمشق په یوه کلیسا کې د ځانمرګي برید له امله ۲۵ کسان ووژل شول، چې حکومت یې پړه پر داعش واچوله.

نور خبرونه

رادیو