د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د خلکو اندېښنې پای ته ورسولې. راشد خان د دوشنبې په شپه د لړم ۱۹مه پر انسټاګرام لیکلي، چې د خیریه بنسټ په غونډه کې ورسره ناسته مېرمن یې د ژوند ملګرې ده.
هغه لیکلي، چې د روان کال د اګسټ په دویمه یې له دې مېرمنې سره نکاح کړې او هغه یې د مینې او ملګرتیا انځور یاده کړې ده.
هغه تازه د «خان فاونډېشن» په نوم بنسټ پرانېست او په دې پرانېست غونډه کې له راشد خان سره د یوې مېرمنې حضور تر هغه وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه راوپارول، چې د دوی انځور او ویډیو خپره شوه.
په دې انځور کې هغه د یوې مېرمنې ترڅنګ ښکاري، چې افغاني جامې یې اغوستي او جبري حجاب نه لري.
خان خپل انسټاګرام پوسټ کې زیاته کړې، چې خپله مېرمن یې د خیریه بنسټ غونډې ته بېولې وه، خو له بده مرغه ځینو خلکو ناسم اټکلونه کړي دي.
هغه ویلي: «حقیقت ډېر ساده دی، هغه زما مېرمن ده او موږ دواړه یو ځای ولاړ یو او د پټولو لپاره هېڅ نه لرو.»
راشد خان له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې له ده سره یې د مهربانۍ، ملاتړ او درک احساس څرګند کړی دی.
خو اصلي خبره دا ده، چې راشد خان تېر کال د اکټوبر په درېیمه د کابل په یوه عصري هوټل کې په ښه شان او شوکت سره واده وکړ او اوس پوښتنه دا ده، چې ایا هغه واده چې راشد خان نن یې یادونه وکړه، د نوموړي دویم واده دی او که نه؟

