د تايلنډ حکومت د سرحدي ګزمې پرمهال د ماین په چاودنه کې د خپلو دوو سرتېرو له ټپي کېدو وروسته له کمبوډیا سره د سولې تړون چارې ځنډولې دي. دغه تړون د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړتوب شوی دی.
د تایلنډ لومړي وزیر انوتین چارنویرکول وویل، « تر هغه چې وضعیت واضح نه شي، هر څه به، چې تر اوسه مو کړي دي، ودرول شي. هغه څه چې پېښ شول ښيي چې دښمني لا هم کمه شوې نه ده، نو موږ له دې ځایه مخکې نه شو تلای.»
د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحدي شخړو په دې وروستیو کې د پراخې جګړې خطر پیدا کړ، خو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اوربند منځګړیتوب وکړ چې له جولای میاشتې راهیسې په پراخه کچه رعایت شوی دی.
د تايلنډ حکومت ویاند سریپونګ انګکاساکولکیت وویل، چې د ګډې اعلامیې چارې به وځنډول شي.
د اوربند راتلونکی ګام د تايلنډ له لوري د ۱۸ کمبوديايي سرتیرو خوشې کول دي. انګکاساکولکیت وویل چې اوس د دوی خوشې کول هم وځنډول شول.
د تايلنډ د دفاع وزیر نټافون نارکفانیت وویل، پوځ لا تر اوسه دا نه ده معلومه کړې چې چاودنه شوې، ماین تازه ایښودل شوی او که دا له پخوا پاتې شوی و.
تايلنډ او کمبوډيا له یوې پېړۍ راهیسې سرحدي شخړې لري.
له اوربند راهیسې، دواړو خواوو د ماینونو او وسلو د لرې کولو کار پیل کړی، خو تايلنډ لا هم کمبوډيا په ماین پاکولو کې په خنډ رامنځته کولو تورنوي.

