د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سارکوزي له زندان نه خوشې کیږي

AP ۱۴۰۴ لړم ۱۹

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سارکوزي له درې اونیز بند وروسته له زندان نه خوشې کېږي. ۷۰ کلن سارکوزي به د استیناف تر محکمې پورې تر سختو قضایي محدودیتونو لاندې وي او له فرانسې د وتلو اجازه نه لري.

پر سارکوزي د ۲۰۰۷کال ټاکنو د کمپاین د تمویل په تړاو د لیبيا له پخواني مشر معمر قذافي څخه د پیسو اخیستو په یوه دوسیه کې د ښکیلتیا تور لګېدلی و.

هغه ته د پنځو کلونو د بند سزا ورکړل شوې وه.

سارکوزي د پاریس له محکمې سره د ویډیو له لارې خبرې وکړې او خپل بند یې سخت او له ویرې ډکه تجربه وبلله، خو ویې ویل چې هېڅکله یې له قذافي څخه د پیسو غوښتلو «لیونی فکر» نه درلود.

د ده د خوشې کېدو غوښتنه د دولتي څارنوال له خوا ومنل شوه، خو امر ورته شوی چې د لیبيا دوسیې له شاهدانو سره اړیکه ونه نیسي.

سارکوزي، چې له ۲۰۰۷ کال نه تر ۲۰۱۲ پورې د فرانسې ولسمشر و، له دندې تر استعفا وروسته په پرله‌پسې توګه د فساد او د کمپاین د ناقانونه تمویل په قضیو کې تر پلټنو لاندې دی.

هغه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته لومړنی فرانسوی پخوانی ولسمشر دی چې زنداني شوی.

نور خبرونه

رادیو