ډونالډ ټرمپ وایي، د سویلي افریقا جي‌۲۰ غونډه کې به هېڅ امریکایي چارواکی ګډون ونه‌کړي

AP ۱۴۰۴ لړم ۱۷

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې د امریکا هېڅ حکومتي چارواکی به د شلو سترو صنعتي هېوادونو (جي‌۲۰) سرمشریزې غونډې ته، چې د روانې میاشتې په وروستیو کې سویلي افریقا کې جوړېږي، ګډون ونه کړي. ترمپ د دغې پرېکړې دلیل په دغه هېواد کې د بشري حقونو روانې سرغړونې یادې کړي دي.

ټرمپ د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) پر «ټروت» لیکلي: «شرم دی چې د جي‌۲۰ سرمشریزه غونډه په سویلي افریقا کې ترسره کیږي. افریکنر قوم وژل کیږي، ذبح کیږي او د دوی ځمکې او فارمونه په غیرقانوني توګه نیول کېږي.»

ټرمپ ادعا کوي، چې افریکنر قوم د تور پوستو اکثریت هېواد کې د خپل نژاد له امله له ځورونې سره مخ دی، خو سویلي‌ افریقا بیا دغه ادعا رد کړې ده.

ټرمپ زیاته کړه: «تر هغو چې د بشري حقونو دغه سرغړونې پایته نه وي رسېدلي، د سویلي افریقا جي‌۲۰ غونډه کې به هېڅ امریکایي چارواکی ګډون ونه‌کړي. زه په۲۰۲۶کال کې د جي‌۲۰ کوربه‌توب ته په میامي او فلوریډا کې سترګې په لاره یم.»

ټرمپ تېره میاشت د امریکا د کډوالو د منلو کچه تر ټولو ټېټې اندازې ته راکمه کړه او ویې ویل، چې د منل کېدونکو کسانو تمرکز به تر ډېره پر سپین‌پوستو افریکنرانو وي.

د راپورونو له مخې، تمه وه چې د ټرمپ مرستیالد نومبر په ۲۲ او ۲۳مه د جوهانسبرګ غونډې ته ولاړ شي، خو اوس نه ځي.

ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې د سویلي افریقا له کورنیو او بهرنیو پالیسیو سره مخالفت ښودلی او سویلي افریقا بیا د غزې جګړه کې اسراییل پر نسل وژنې تورن کړی دی.

سویلي افریقا د ۲۰۲۴کال له ډسمبر راهیسې د ۲۰۲۵ کال تر نومبر پورې د جي‌۲۰ سرمشریزې مشري په غاړه لري او له هغې وروسته به دغه مشري امریکا ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې افریکنران هغه سپین پوستي هالنډي کډوال دي چې په ۱۷مه پېړۍ کې سویلي افریقا ته تللي دي. دوی خپله ژبه لري چې افریکانس نومېږي او ډېری یې لا هم په سویلي افریقا او نامیبیا کې اوسېږي.

نور خبرونه

رادیو